سوریه کې د نړۍوال ائتلافي ځواکونو د پوځي اډې ته نزدې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وشو.

د سوریې په ختیځ کې د الطنیف په سیمه کې د نړۍوال ائتلافي ځواکونو د پوځي اډې ته نزدې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وشو.

1867996

د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له خوا په خپور  شوي بیان کې ویل شوي چې د طنیف په سیمه کې چې د سوریې، عراق او اردن په سرحدي مثلث کې موقعیت لري، د بې پیلوته الوتکو په وسیله برید شوی دی.

په بیان کې ادعا شوې چې ایتلافي ځواکونو او یوې  وسله والې  محلي  ډلې  د بې پیلوټه الوتکو د برید په مقابل کې بریدونه کړي  او ځینې یې ډرون الوتکې غورځولي دي.

که څه هم په دې اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، چې ياده الوتکه د چا ده او چېرته يې الوتنه کړې، خو د يادونې وړ ده، چې په بريد کې چا ته ځاني او مالي زيان نه دی اوښتی.

په سوریه کې د امریکا متحده ایالتونو او ایتلافي ځواکونو اړوند نظامي نقطې  د ایران ملاتړو بهرنیو ترهګرو ډلو تر حاکمیت لاندې د سیمو نه کله ناکله د بې پيلوټه الوتکو  او راکټي بریدونو له لارې په نښه کیږي .

اړوند خبرونه