د مصر حکومت تیره ورځ په کلیسا کې په اورلګیدنه کې د وژل شوو او ټپي شوو کورنیو ته غرامت ورکوي
د مصر د پلازمېنې قاهرې په لویدیځ کې د امبابا په سیمه کې په یوې کلیسا کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو ته به د خسارې جبران ورکړل شي.
د مصر د پلازمېنې قاهرې په لویدیځ کې د امبابا په سیمه کې په یوې کلیسا کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو ته به د خسارې جبران ورکړل شي.
د مصر د ټولنیز پیوستون وزارت د ابو سیفین په کلیسا کې د اورلګېدنې په خپور کړي بیان ویلي دي چې ددې پیښې په نتیجه کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دی.
د بیان له مخې د کلیسا په اورلګیدنه کې د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو ته به معاوضه او د یوه کال لپاره میاشتنی معاش ورکول کېږي.
په اورلګیدنه کې د وژل شويو کسانو کورنيو ته به له ٢٥ زرو څخه تر ٥٠ زرو پورې مصري جنیه چې (تقريباً ١٣٠٧-٢٦١٤ ډالره) کیږي او ټپيانو ته پنځه زره جنيه چې (شاوخوا ٢٦١ ډالره) تاوان ورکول کېږي.
د دې ترڅنګ به د قربانیانو ټپیانو کورنیو ته د یو کال لپاره میاشتنی معاش ورکول کیږي.
د قاهرې په لويديځ کې د امبابا په سيمه کې د ابو سيفين په کليسا کې د عبادت پر مهال اورلګیدنه رامنځته شوه.
د مصر قبطي کلیسا اعلان کړی چې په اورلګیدنه کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې اورلګېدنه د کلیسا په دویم پوړ کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.