د مصر د پلازمینې قاهرې په لویدیځ کې په یوې کلیسا کې د اورلګیدنې له امله ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مصر کې په یوې کلیسا کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې
د مصر د پلازمینې قاهرې په لویدیځ کې په یوې کلیسا کې د اورلګیدنې له امله ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مصر د قبطي کلیسا څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د قاهرې په لویدیځ کې په کلیسا کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
د مصر د روغتیا وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د ایبو سیفین کلیسا کې د اور لګیدنې له امله ۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۲ ټپیان شوي چې درملنه روانه ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د پېښې ځای ته ۳۷ امبولانسونه استول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې دغه اور د کلیسا په دویم پوړ کې په یوه اېرکنډیشن د تخنیکي ستونزې په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اورلګیدنه د عبادت د مراسمو پر مهال رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه افسران او ۳ تنه د ملکي وګړو په ګډون۱۲ ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د ګیزا ولایت په کلیسا کې د رامنځته شوې غمجنې پیښې په اړه پرمختګونه له نږدې څاري او ټولو اړوندو دولتي ادارو ته یې د لازمو اقداماتو لارښوونه کړې ده.
سيسي دا هم وويل چې هغه لارښوونه کړې چې د پېښې ټپیانو ژر تر ژره درملنه وشي او ټپيانو ته ټول اړين طبي خدمات وړاندې شي.
ویل شوي چې ولسمشر سیسي د مصر د ارتودوکس کلیسا پادری تاوادروس II ته ټیلیفون وکړ او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دولتي بنسټونه به د دې پیښې ټول اغیز کنټرول کړي.