د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د پارلمان د منحلولو او بیا ټاکنو غوښتنه وکړه

د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د پارلمان د منحلولو او د ټاکلي وخت نه د مخکې  د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.

1863535
د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د پارلمان د منحلولو او بیا ټاکنو غوښتنه وکړه

د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر د پارلمان د منحلولو او د ټاکلي وخت نه د مخکې  د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.

مقتدی الصدر په خپله ټلویزیوني وینا کې د پلازمېنې بغداد په ګرین زون کې چې حکومتي ودانۍ شتون لري، پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې دې لاریونونو ته دوام ورکړي.

د شیعه مذهبي او سیاسي مشر الصدر د ایران په ملاتړ د شیعه سیاسي سیالانو لپاره د خبرو اترو او پخلاینې دروازې وتړلې، د پارلمان لغوه کولو او د وخت د مخکې د انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.

الصدر دا ادعا هم کړې وه چې د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي  غوښتل چې هغه ووژني. هغه په خپله وینا کې د عراق پر خلکو غږ وکړ،

" اې د عراق خلکو ! که چیرې تاسو فساد ختمول غواړئ، زما له شتون څخه ګټه واخلئ. که تاسو بدلون غواړئ، زه به ستاسو په انتظار یم."

مقتدی الصدر چې د اکتوبر په میاشت کې د عراق انتخابات وګټل، له ایران پلوه ګوندونو سره د حکومت له جوړولو ډډه وکړه او بیا یې له سیاست څخه د وتلو اعلان وکړ. له الصدر وروسته د حکومت د جوړولو دنده د هغه  سیال د همغږۍ چوکاټ ته وسپارل شوه.

د همغږۍ چوکاټ د جولای په ۲۵ اعلان وکړ چې د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر محمد شیاع سوډاني یې د لومړي وزیر لپاره د خپل نوماند په توګه غوره کړی دی.

د الصدر پلویان د خالي په ورځ د السوډاني د نوماندۍ پر خلاف په مظاهرو او لاریونونو لاس پورې او بالاخره يي پارلمان ته داخل شول او اوس هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه