د الجزایر ولسمشر عبدالمجید طیبون وویل چې تورکیه په الجزایر کې یو له مهمو پانګه والو څخه دی.

د الجزایز ولسمشر : زمونږ زمونږ لپاره یو د ډیرو مهمو هیوادونو څخه دی

1861897
د الجزایر ولسمشر عبدالمجید طیبون وویل چې تورکیه په الجزایر کې یو له مهمو پانګه والو څخه دی.

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید طیبون وویل چې تورکیه په الجزایر کې یو له مهمو پانګه والو څخه دی.

عبدالمجید طيبون د سيمه ييزو مطبوعاتو او رسنيو له استازو سره په خپله کلنۍ غونډه کې د کورنيو او بهرنيو اجنډا په اړه څرګندونې وکړې.

په دې کتنه کې چې د الجزایر په دولتي ټلویزیون خپره شوه، طیبون له تورکیې سره د خپل هېواد اړیکې هم وارزولې.

طیبون ددې خبرې په ټینګار سره  وویل چې تورکیه په الجزایر کې یو له مهمو پانګوالو هیوادونو څخه دی.

"تورکیې د الجزایر د اوران (واهران)  په ښار کې د فولادو تولید په ټول هیواد کې د فولادو تولید دوه چنده کړی دی. په همدې توګه د ټوکر په سکتور کې پانګه اچونه کوي. له تورکیې څخه نورې پانګونې دوام لري."

"حقیقت دا دی چې موږ دغه دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوو. دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي. ځکه چې له تږرکیې سره د الجزایر د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو انعکاس دی."


پيوندونه: #الجرایر , #تورکیه

اړوند خبرونه