په عراق کې د الصدر د غورځنګ پلویانو په پارلمان حمله وکړه او پارلمان ته داخل شول.

د عراق لومړي وزیر الکاظمي پر مظاهره کوونکو د اعتدال غږ وکړ

1860458
په عراق کې د الصدر د غورځنګ پلویانو په پارلمان حمله وکړه او پارلمان ته داخل شول.

په عراق کې د الصدر د غورځنګ پلویانو په پارلمان حمله وکړه او پارلمان ته داخل شول.

 د الصدر غورځنګ د غړو یوه ډله چې په پلازمینه بغداد کې  د زرغون زون مخې راټول شوي  وو د کانکریټي خنډونو نه په تیریدو  سره د پارلمان ودانۍ ته ننوتل.

د الصدر پلویانو د ایران په ملاتړ د همغږۍ چوکاټ د لومړي وزیر نوماند محمد شیاع  السوداني په وړاندې د ګرین زون مخې ته لاریون وکړ.

په داسې حال کې چې خلکو هڅه کوله د سیمې شاوخوا کانکریټي خنډونه مات کړي، د امنیتي ځواکونو له مداخلې سره مخ شول. یوې ډلې بیا کانکریټي خنډونه مات کړل او په سیمه کې یې د پارلمان پر ودانۍ برید وکړ.

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي هم پر مظاهره کوونکو غږ وکړ چې "د عامه او شخصي ملکیتونو ته زیان ونه رسوي او سمدستي له زرغون زون سیمې څخه ووځي".

په همدې حال کې ملګرو ملتونو سازمان  په عراقي اعتراض کوونکو غږ کړی چې د نړیوالو نورمونو سره سم د خپل هېواد د ادارو درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان  د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري غونډه کې د دې په عراق کې د الصدر د غورځنګ په سلګونو پلویانو په پلازمینه بغداد کې د پارلمان په ودانۍ د حملې په اړه وویل ،

"موږ ټولو ته بلنه ورکوو چې د دې مرکزي دفتر حرمت ته درناوی وکړي لکه څنګه چې په مختلفو نړیوالو نورمونو او کنوانسیونونو کې ویل شوي."

په عراق کې د سیاسي قوتونو د اختلافاتو له امله د اکتوبر په لسمه د پارلماني انتخاباتو نه وروسته نوی حکومت نه دی جوړ شوی او د جولای په ۲۵ مه شیعه ایتلاف د روان کړکیچ د ختمولو لپاره ۵۲ کلن السودانی د نوي لومړي وزیر په توګه نوماند کړی دی.



اړوند خبرونه