د تونس اپوزیسیون ګوندونو د ولسمشر قیس سعید د استعفا غوښتنه وکړه

په تونس کې د اپوزیسیون ګوندونو څخه جوړه د ملي ازادۍ جبهې، د ولسمشر قیس سعید څخه د نوي اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه د ناکامیدو له د استعفا کولو غوښتنه وکړه .

1859648
د تونس اپوزیسیون ګوندونو د ولسمشر قیس سعید د استعفا غوښتنه وکړه

په تونس کې د اپوزیسیون ګوندونو څخه جوړه د ملي ازادۍ جبهې، د ولسمشر قیس سعید څخه د نوي اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه د ناکامیدو له د استعفا کولو غوښتنه وکړه .

د ملي ازادۍ جبهه، چې د النهضه غورځنګ، د تونس زړه ګوند، د عزت ایتلاف، ایمل ګوند، د تونس د ارادې غورځنګ، د کودتا په وړاندې د خلکو نوښت او یو شمیر مخالف سیاستوالو نه جوړه ده  په ، یوه خپره کړې  اعلامیه کې  تیره ورځ په هیواد کې د ترسره شوې اساسي قانون ټولپوښتنه په اړه ارزونې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي« د ولسمشر سعید پروژه، د نوي اساسي قانون ټولپوښتنه ناکامه شوه. له همدې امله هغه باید ژر تر ژره استعفا وکړي او وختي ټاکنو ته اجازه ورکړي." څرګندونې کارول شوې وې.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر سعید د خلکو د باور  په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی.

 

په اعلامیه کې زیاته شوې ده " قیس سعید  د کودتا اساسي قانون  په خلکو باندې په منلو کې پاتې راغلی او ناکام شوی دی. سيمه ييزو او بهرنيو څارونکو هم په خپلو کارونو کې د ټاکنو د خپلواک کميسون ناکامي، د رايو صندوقونو ته د رايې ورکوونکو نه لېوالتيا او د اعلان شويو شمېرو بې پرې او خپلواکه نه لرل په ګوته کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۲۵ سلنه وه.

"د تونس ۷۵ سلنه خلکو د کودتا له ادارې سره چې تېر کال  سعید پیل کړه، مخالفت وکړ. هغوې د کودتا اساسي قانون رد کړ.»

قیس سعید د ۲۰۲۱  کال د جولای په ۲۵  د پارلمان  د کار په ځنډولو سره د وکیلانو  مسئونیت حق لرې کړ او د سپتمبر په ۲۲  یې د نوي فرمانونو سره خپل واکونه وغځول ، په بشپړ ډول یې اجرایوي واکونه هم په لاس کې واخیستل.

د "سیاسي کړکیچ څخه د وتلو د لارې نقشې" سره، سعید د دسمبر په ۱۳ اعلان وکړ چې د اساسي قانون تعدیل به د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۵ مه نیټه ترسره شي او د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۷ به لومړنۍ عمومي ټاکنې ترسره شي او تر هغه وخته به پارلمان  تړلې پاتې شي.



اړوند خبرونه