سعودي عربستان یوټیوب پاڼې ته خبرداری ورکړ

سعودي عربستان د انلاین ویډیو شریکولو او د ټولنیزو رسنیو د مهمې پاڼې یوټیوب څخه د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې د اعلانونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

1858808
سعودي عربستان یوټیوب پاڼې ته خبرداری ورکړ

سعودي عربستان د انلاین ویډیو شریکولو او د ټولنیزو رسنیو د مهمې پاڼې یوټیوب څخه د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې د اعلانونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

د سعودي عربستان د بصري رسنیو د عمومي ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ کمیسیون لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د  یوټیوب لخوا  په سعودي عربستان کې د کاروونکو لپاره د رسنیو د محتوا د قواعدو خلاف او د هیواد ، اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې د ځینو اعلانونو نشرول تثبیت کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غږیزو رسنیو عمومي ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ کمیسیون له یوټیوب څخه غوښتي، چې د هیواد ، اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پر خلاف دا اعلانونه دې  هر څه ژر لرې کړي او که لرې نه شي نو لازم قانوني اقدامات به ترسره شي.



اړوند خبرونه