د اردن د عقبه په بندر کې د زهرجنو ګازو د ټانکر د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اردن په عقبه بندر کې د بار وړونکي ټانکر د چاودنې په پایله کې د زهرجن ګاز د خپرېدو له امله ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۰ تنه ټپیان شوي دي.

1848963

د اردن د ملي امنیت او بحران د مدیریت له مرکز څخه په یوه لیکلي بیان کې ویل شوي چې د ګازو لیک هغه مهال رامنځ ته شو چې زهرجن ګاز لرونکی ټانک د عقبه په بندر کې د چپه کیدو نه وروسته وچاودید.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې پېښه کې د اردني او بهرنيو وګړو  په ګډون ١٢ تنو ژوند د لاسه ورکړی او  ٢٦٠ تنه ټپيان شوي چې  ١٢٣ تنه په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په اعلامیه کې راغلي دي  چې په بندر کې د ګازو د ټانکر د چاودنې او هر پلو ته د زهرجنو ګازو د خپریدو نه وروسته د ملکي خوندیتوب د خطرناکو مادو د څانګې  متخصصينو د پېښې په ځاى کې لازمې پلټنې کړي او سيمه تصفيه شوې  ده.

اړوند خبرونه