د قطر د امیر د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني استانبول ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تود هرکلي له امله مننه وکړه.

1826810
د قطر د امیر د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني استانبول ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تود هرکلي له امله مننه وکړه.

شیخ تمیم پرون استانبول ته د خپل سفر په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې  پیغام خپور کړ.

شیخ تمیم د اردوغان هغه عکس خپور کړ چې د استانبول د  واحدالدین د  ماڼۍ په دروازه کې د هغه هرکلی کوي. هغه د عکس لاندې لیکلي‌ دي‌ چې

"زه د ولسمشر تود هرکلي څخه  مننه کوم."

شیخ تمیم په دې ډول دوام ورکړی دی :

" (پرون) ما په استانبول کې له خپل ورور ښاغلي اردوغان سره ولیدل. په دې کتنه کې مو د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو او د دواړو وروڼو هېوادونو اړوند  د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه  مو خبرې وکړې او تبادل د نظر و  وکړ."

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان پرون د استانبول د واحدالدین په ماڼۍ کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ سره لیدنه وکړه. دا لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.



اړوند خبرونه