د متحده عربي‌ اماراتو د ولسمشرجنازه چې پرون يي ژوند د لاسه ورکړی وو خاورو ته وسپارل شوه

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه زاید آل نهیان  پرون د جمعې په ورځ  په ابوظبي کې د البطین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

1826804
د متحده عربي‌ اماراتو د ولسمشرجنازه چې پرون يي ژوند د لاسه ورکړی وو  خاورو ته وسپارل شوه

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه زاید آل نهیان  پرون د جمعې په ورځ  په ابوظبي کې د البطین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د متحده عربي‌ اماراتو د رسمي‌ خبري‌ اژانس د خبر له مخې د شیخ خلیفه زاید آل نهیان جنازې لمونځ  د ابوظبي‌ شیخ سلطان بن زاید په جومات کې  ادا‌‌ء شوه . د هغه د جنازې په مراسمو کې د آل نهیان کورنۍ غړیو ګډون کړی وو.

وروسته د هغه جنازه د البطین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د خالي‌ ورځ د المشرف په ماڼۍ کې د مرحوم شیخ خلیفه په استوګنځي کې د اماراتو د واکمنانو او دوستانو خواخوږي‌ ومني.

د ویلو ده چې تیره ورځ د شیخ خلیفه زاید آل نهیان لپاره د سعودي‌ عربستان د پاچا ملک سلمان په غوښتنه په مسجد نبوي‌ او نورو جوماتونو کې غیابي د جنازې لمونځ اداء شو.

د ویلو ده چې شیخ خلیفه زاید آل نهیان د ۲۰۰۴ کال راهیسې د متحده عربي‌ اماراتو د ولسمشر او د ابوظبي د امیر په توګه دنده ترسره کوله چې پرون د جمعې ورځ د ۷۳ کلونو په عمر ددې فاني‌ نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د ویلو ده چې شیخ خلیفه زاید آل نهیان په ۱۹۴۸ میلادي‌ کال کې زیږیدلی وو د خپل پلار د مړینې نه وروسته د متحده عربي‌ اماراتو د دویم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

هغه د متحده اماراتو لومړني‌ ولسمشر شیخ زاید مشر زوی وو.



اړوند خبرونه