اسرائیلي پولیسو په مسجدالاقصی د چاپې وهلو سره په لسګونو تنه فلسطینیان ټپیان کړل
په ختیځ بیت المقدس کې پر مسجد الاقصی باندې د اسرائیلي پولیسو په برید کې ۹۰ تنه فلسطینیان ټپیان شوي دي.
1812790
په ختیځ بیت المقدس کې پر مسجد الاقصی باندې د اسرائیلي پولیسو په برید کې ۹۰ تنه فلسطینیان ټپیان شوي دي.
اسراییلي پولیسو نن سهار د مسجد الاقصی په انګړ کې چاپه وهلې او د ربړي مرمۍ او غږیز بمونه یې کارولي دي.
د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، اسرائيلي پوليسو په مسجدالاقصی کې موجود فلسطينيان ووهل او وډبول.
د فلسطین د سرې میاشتې له خوا په یوه لیکل شوي بیان کې ویل شوي چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د ربړ جوړو شویو مرمیو، غږیزو بمونو او وهلو ډبولو له امله ۹۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ټپيان د سيمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.