عراقي‌ وګړي‌ د استرالیا نه په هوايي برید کې ددې کورنۍ د ۳۵ غړیو د وژلو له امله د غرامت غوښتنه کړې

استرالیا د عراقي‌ وګړي‌ د غرامت په اړه غوښتنه چې ادعا کړې وه استرالیايي ځواکونو د کورنۍ ۳۵ تنه غړي‌ وژلي‌ دي‌ رد کړه

1810493
عراقي‌ وګړي‌ د استرالیا نه په هوايي برید کې ددې کورنۍ د ۳۵ غړیو د وژلو له امله د غرامت غوښتنه کړې

استرالیا د هغه کس  د غرامت  غوښتنه  چې ادعا کوي په ۲۰۱۷ کال کې د استرالیا لخوا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د عملیاتو پر مهال په هوايي برید کې دده د کورنۍ ۳۵ تنه غړي‌ وژلي‌ دي‌ رد کړه.

 

د ګارډین ورځپاڼې په خبر کې ویل شوي، چې استرالیا د امریکا په مشرۍ د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې له نړیوالو ایتلافي ځواکونو سره په ګډه کار کړی او په دې برخه کې یې په هوايي بریدونو کې برخه اخیستې ده.

 

یوه سړي چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، تېر کال د استرالیا د مالیې وزارت ته  د استرالیا له خوا  د ۲۰۱۷ کال د جون به ۱۳ مه نیټه د عراق په موصل کې ددوې په کور د  هوايي برید چې په نتیجه کې  د ۱۴ ماشومانو او ۹ ښځو په ګډون ۳۵ کسان ژوند د لاسه ورکړی دی د غرامت ترلاسه کولو په خاطر عریضه وکړه.  

 

دغه کس چې لا هم په عراق کې ژوند کوي، په خپل غوښتنلیک کې د استرالیا د دفاع وزارت هغه بیانیه شامله کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د موصل په هوايي برید کې ۱۸ ملکي وګړي وژلي وي.

 

د استرالیا د مالیې وزارت چارواکو  ددې کس د ادعا او عریضې د ارزولو نه وروسته وویل چې دوی نشي کولی د استرالیا د دفاعي ځواکونو راپورونه وګوري چې ایا په دې کور برید کې کارول شوې الوتکه F/A-18 سوپر هارنیټ جنګي الوتکه وه او که نه.

 

همداشان د استرالیا د مالیې وزارت ویلي دي‌ چې ددې سره سره يي د دفاعي‌ ځواکونو نه معلوماتو غوښتنه کړې وه خو هغوې ورته په ځواب کې ویلي‌ دي چې  پدې برید کې ملکي‌ وګړو ته د ځاني‌ زیان اوښتو په اړه  هیڅډول نښه او نښانه شتون نلري.

د استرالیا چارواکیو د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې دې کس ته د غرامت کولو نه انکار کړی وو خو ددې کس د مدافع وکیل د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۹ مه نیټه یو بیا  د استرالیايي مقاماتو نه پدې پریکړه د بیا کتنې کولو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه