د داعش ترهګري سازمان نوی مشر وټاکل شو.
د داعش ترهګري ډلې د مشر ځای ناستی وټاکل شو
د داعش ترهګري سازمان نوی مشر وټاکل شو.
داعش ترهګري سازمان د خپل مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د مړینې د خبر د تاییدولو ونه وروسته خپل نوی مشر اعلان کړ.
داعش ترهګرې ډلې ابو الحسن الهاشمي القریشي د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د فبروري په دریمه نیټه د سوریې په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د داعش ترهګري سازمان د مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د وژلو نه خبر ورکړ.
داعش ترهګري سازمان ته نږدې د ځینو ټولنیزو رسنیو حسابونو لخوا د یو غږیز پيغام په خپرولو سره د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د مړینې پخلی کړی خو دا يي ندي ویلي چې چیرته او څه وخت وژل شوی دی.
پدې غږیز پيغام کې ویل شوي دي چې د داعش ترهګري سازمان نوی مشر او امیر ابو الحسن الهاشمي القریشي ټاکل شوی دی. همداشان د داعش ویاند ابو حمزه القریشي چې څه موده وژل شوی وو د ابو عمر المهاجر د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.
د ویلو ده چې امریکا ځانګړو ځواکونو د فبروري په دریمه نیټه د سوریې په شمال ختیځ کې د ادلب په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي په کور ځانمګړي علمیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ۵ تنو ترهګرو او ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.
امریکايي ویلي وو چې پدې عملیاتو کې د داعش مشر سربیره د هغه میرمن او زوی هم وژل شوي وو.
په سوریه کې د ملکي خوندیتوب ادارې بیا پدې عملیاتو کې د ۶ تنو ماشومانو او ۴ تنو ښځو په ګډون د ۱۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو.