د سعودي‌ او متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزادګانو د بایدن سره د ټيلیفوني خبرو نه ډډه کړې

د سعودي‌ عربستان  او متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزادګانو د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن سره د ټیلیفوني خبرو نه ډډه کړې ده .

1792282
د سعودي‌ او متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزادګانو د بایدن سره د ټيلیفوني خبرو نه ډډه کړې

د سعودي‌ عربستان  او متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزادګانو د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن سره د ټیلیفوني خبرو نه ډډه کړې ده .

د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یو جګپوړي‌ امریکايي چارواکي او سعودي‌ عربستان د مقاماتو له قوله ویلي‌ دي‌ چې  د امریکا ولسمشر جو بایدن غوښتل د سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو د ولیعهد شهزادګانو سره د اوکراین نه د ملاتړ او په نړۍواله کچه د تیلو د بیې د لوړیدو د مخنیوي‌ په اړه ټیلیفوني‌ خبرې وکړي‌ خو مثبت ځواب يي ندی ترلاسه کړی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې سپینې ماڼۍ د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زید ال نهیان سره د ولسمشر بایدن ټیلیفوني‌ خبرو ته د زمینې برابرو په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي‌ خو د مقابل لوري نه مثبت ځواب ندی ترلاسه کړی.

سپینې ماڼۍ  د دواړو خواوو نه منفي‌ ځواب ترلاسه کړی دی. .

وال ستریت ژورنال ورځپاڼې لیکلي‌ دي چې پدې وروستیو کې د امریکا او سعودي‌ عربستان ترمنځه اړیکې خړې شوي‌ دي. سعودي‌ عربستان د بایدن د حکومت نه د یمن په مسئله کې د لا زیاتې مرستې، د ایران په مسئله کې د لا زیات ملاتړ او په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي‌ لخوا د وژل شوي‌ سعودي‌ ژورنالست جمال قاشقچي په امریکا کې د سعودي‌ عربستان پر خلاف د پرانیستل شوو دعواګانو د مخنیوي‌ او مداخلې غوښتنه کړې وه.

ورځپاڼې لیکلي‌ دي‌ چې دواړو ولیعهد شهزادګانو د جو بایدن سره د ټیلیفوني‌ خبرو د ردولو نه وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې کړي‌ دي.

 

 



اړوند خبرونه