داعش ترهګرې ډلې په عراقي‌ ځواکونو خونړی برید کړی دی.

داعش ترهګرې ډلې د عراق په ختیځ کې په عراقي ځواکونو برید کړی

1766220
داعش ترهګرې ډلې په عراقي‌ ځواکونو خونړی برید کړی دی.

داعش ترهګرې ډلې په عراقي‌ ځواکونو خونړی برید کړی دی.

د عراق په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې پر عراقي‌ ځواکونو خونړی برید کړی چې په نتیجه کې ۱۱ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی.

د عراق د دیالا د عملیاتو قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې  داعش ترهګرې ډلې په دیالا ولایت کې په پوځیانو برید کړی چې په پایله کې ۱۱ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د برید نه وروسته د پيښې ځای ته یو لوړپوړی پوځي هیئت استول شوی او د پيښې په اړه يي په تحقیقاتو پيل کړی دی.

همداشان په سیمه کې د پلټنې عملیات پيل شوي‌ دي.


پيوندونه: #برید , #داعش , #عراق

اړوند خبرونه