عرب ائتلاف پر حوثي یاغیانو په ځوابي بریدونو لاس پورې کړ

عرب ائتلاف د غچ اخیستو عملیات پیل کړل

1764229
عرب ائتلاف پر حوثي یاغیانو په ځوابي بریدونو لاس پورې کړ

 د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو تیره ورځ د حوثي یاغیانو لخوا د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي د بریدونو په ځواب کې  د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په صنعا ښار د هوايي بریدونو د پيلولو نه خبر ورکړ.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د ائتلافي ځواکونو له قوله لیکلي دي چې د یمن د پلازمینې صنعا په شمال کې د ترهګرو په مشرانو پراخه بریدونه کړي. ائتلاف ویلي دي چې د تهدیدونو په مقابل کې عملیات او پر صنعا د بریدونو جاري ساتل لازمي دي.

همداشان ائتلاف ویلي دي چې تهدیدونه د ریښو نه د وچولو او لمنځه وړو په خاطر به هر اړخیز او پياوړي عملیات ترسره کړي.

په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې پر ملکي او بې ګناه انسانانو د بریدکوونکو نه به خامخا  حساب وپوښتل شي. د عرب ائتلاف هوايي ځواکونه به د ۲۴ ساعتونو لپاره پر صنعا هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

همداشان په بیان کې د صنعا د ښار په خلکو غږ شوی دی چې ځاني زیان د نه لیدو په خاطر دې د حوثيانو د پوځي تاسیساتو ، تجمع مرکزونو او  پوځي کمپونو  نه ځانونه لرې وساتي.



اړوند خبرونه