د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې چاودنو ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په متحده عربي اماراتو کې د تیلو په ټانکرانو د ډرون پر مټ برید شوی دی
د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابو ظبي کې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د تیلو په ټانکرانو برید شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمینه ابوظبي کې د تیلو پر ټانکرانو د په وسلو سمبال ډرون الوتکو لخوا برید شوی دی.
پدې برید کې درې ټانکرانو کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د چاودنو نه وروسته د متحده عربي اماراتو د نفتو په ملي شرکت او د ابوظبي نړۍوال هوايي ډګر ترڅنګ د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د برید مسئولیت حوثي یاغیانو په غاړه اخیستی دی.
د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیی سیري د المسیره تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو په دننه کې د ترسره کړو پوځي بریدونو په اړه به په راتلوونکو ساعتونو کې بشپړ معلومات وړاندې کړي.
نوموړي د برید مسئولیت په غاړه واخیست.