په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې ګنشمیر راکټي بریدونه شوي دي.
د امریکايي ځواکونو د عین الاسد پر پوځي هډې راکټي بریدونه شوي

په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې ګنشمیر راکټي بریدونه شوي دي.
د عراق د الانبار په ولایت کې د امریکايي ځواکونو د عین الاسد پر پوځي هډې یو زیات شمیر راکټي بریدونه شوي دي.
د عراقي رسنیو د خبر له مخې دا بریدونه تیره شپه ترسره شوي دي.
عراقي رسنیو د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکلي دي چې د عین الاسد پر پوځي هډې لږ تر لږه ۵ راکټي بریدونه شوي دي.
د بریدونو پر مهال د یادې شوې پوځي هډې دفاعي سیستم فعال او راکټونه يي په هوا کې شنډ کړي دي. په بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم د عین الاسد پر پوځي هډې راکټي بریدونه شوي وو. همداشان پرون د بغداد پر هوايي دګر او د هوايي ډګر ترڅنګ د ویکټوري پر پوځي هډې هم توغندیز بریدونه شوي وو.
رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې دا بریدونه د الانبار د هیت په نامه د کلي ترڅنګ د یو موټر نه چې راکټ انداز پکې نصب وو شوي دي.