د بغداد پر هوايي ډګر او هوايي ډګر ترڅنګ پر پوځي هډې بریدونه شوي

د عراق د پلازمینې بغداد پر هوايي ډګر او د هوايي ډګر ترڅنګ د ویکټوري په پوځي هډې د توغندیو بریدونه شوي دي.

1757404
د بغداد پر هوايي ډګر او هوايي ډګر ترڅنګ پر پوځي هډې بریدونه شوي

د عراق د پلازمینې بغداد پر هوايي ډګر او د هوايي ډګر ترڅنګ د ویکټوري په پوځي هډې د توغندیو بریدونه شوي دي.

د عراق  رسنیو د امنیتي  سرچینو د معلوماتو له مخې په هوايي ډګر او بهرنیو ځواکونو د ویکټوري پر پوځي هډې د توغندیو بریدونه شوي دي.

په سیمه کې د توغندیو د لګیدو نه وروسته د خطر زنګونه په غږیدو شو. پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت هم د بریدونو پخلی کړی دی. د ویلو ده چې د عین الاسد په پوځي هډې هم بریدونه شوي دي.

د عراق د دفاع وزارت ویلي دي چې په عین الاسد پوځي هډې د ډرون الوتکو سره بریدونه شنډ شوي دي. الوتکې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.


پيوندونه: #بریدونه , #بغداد , #عراق

اړوند خبرونه