د اسرائیل یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو چورلکې سقوط وکړ

1756574
د اسرائیل یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.

 

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو اړوند یوې چورلکې د نوموړي هیواد په شمال کې د حیفا په ښار کې سقوط وکړ.

د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې ددې هیواد د دفاعي ځواکونو اړوند یوې ایروکوپټر پانټر ډولې چورلکې په حیفا ښار کې سقوط کړی دی.

په چورلکه کې درې تنو پوځیانو شتون درلود.

د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته یو زیات شمیر د ژغورنې او پلټنې ډلې سیمې ته ولیږل شوې.

ویل کیږي د پلټنو چارو د هوا او سمندر له لارې ملاتړ شوی دی.

د اسرائیل  د دفاع وزارت نن د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې پیښه کې دوه تنه پیلوټانو ژوند  لاسه ورکړی دی.

دا چورلکه د پوځي تمریناتو پر مهال لویدلې ده . پدې پيښه کې یو تن ټپي ژغورل شوی دی. د چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی.



اړوند خبرونه