په سوریه کې  اسد په ځواکونو خونړی برید شوی دی.

د سوریې د البادیه په سیمه کې د اسد په ځواکونو خونړی برید شوی

1755958
په سوریه کې  اسد په ځواکونو خونړی برید شوی دی.

په سوریه کې  اسد په ځواکونو خونړی برید شوی دی.

د سوریې رژیم رسمي خبري اژانس سانا ویلي دي چې تیره شپه د ماسخوتن د ۷ بجو په شاوخوا کې د البادیه په سیمه کې په یو پوځي  بس موټر باندې راکټي او وروسته د توپ برید وشو.

سانا خبري اژانس د پوځي سرچینې له قوله لیکلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۵ تنه سرتیري مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي لومړی په بس راکټي برید وشو چې وروسته توپ مرمۍ بریدونه وشو. پوځي سرچیني ویلي دي چې دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.

 

 



اړوند خبرونه