عرب ائتلاف په یمن کې حوثي یاغیانو د بالستیک توغندیو پر ډیپوګانو پراخه بریدونه کړي
په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند د بالستیک توغندیو پر ډیپوګانو او بسته کارۍ په کارخونو درانده هوايي بریدونه شوي دي.
په یمن کې د حوثي یاغیانو اړوند د بالستیک توغندیو پر ډیپوګانو او بسته کارۍ په کارخونو درانده هوايي بریدونه شوي دي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف ویلي دي چې ددوې جنګي الوتکو د پلازمینې صنعا اړوند د دولیمي په هوايي هډه کې د بالستیک توغندیو په ډیپوګانو او د بسته بندۍ په کارخونو هوايي بریدونه کړي او له منځه يي وړي دي.
همداشان عرب ائتلاف ویلي دي چې ددې سربیره په پلازمینه صنعا کې د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو د متخصصینو په یو پټنځای يي هم بریدونه کړي دي.
د بله پلوه د حوثي یاغیانو اړوند د المسیره تلویزیون د عرب ائتلاف لخوا د صنها په هوايي ډګر د درې جلا جلا هوايي بریدونو نه خبر ورکړی دی.
د ایران د قوي ملاتړ نه برښمند حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا په کولو سره د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې دې. همداشان په یمن کې د ایران او خلیج هیوادونو د نیابتي جګړو له امله دا هیواد د اوږدې مودې راهیسې په سیاسي ناڅرګندۍ کې قرار لري.
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف بیا د یمن د مشروع ولسمشر په بلنه د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف په مبارزه کې په رسمي ډول دخلیل شوی دی .
عرب ائتلاف ددې نیټې نه راهیسې د یمن د دولتي ځواکونو پر ملاتړ د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه کوي خو حوثي یاغیان هم وخت نا وخته د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو بریدونه کوي