په لیبیا کې د کډوالو یوه ستره فاجعه رامنځته شوه.
په لیبیا کې په لسګونو تنو ناقانونه کډوالو ژوند دلاسه ورکړ
1736542
د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د دوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي چې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د اروپا پر لورې روانه وه په سمندر کې ډوبه شوه.
پدې پیښه کې ۷۵ تنه په سمندر کې د ډوبیدو په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی او ځیني کډوال چې په ډیره ښه توګه په لامبو وهلو پوهیدل د خپلو هڅو په نتیجه کې ژوغورل شوي دي.
یاد شوي سازمان د ژغورل شوو کډوالو له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷۵ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې پیښه کې ۱۵ تنه کډوال د خپلو هڅو په نتیجه کې ژغورل شوي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي دي چې د وروستۍ فاجعې سره سم سږ کال په منځنۍ مدیترانه په سمندر کې د ژوند لاسه ورکوونکو ناقانونه کډوالو شمیره تر ۱۳۰۰ تنو واوښته.