د غزې سره د ۲۷ امبولانسونو مرسته وشوه.

د ترکیې په ګډون ۱۲ هیوادونو د غزې سره د ۲۷ امبولانسونو مرسته وکړه

1731245
د غزې سره د ۲۷ امبولانسونو مرسته وشوه.

 

د ترکیې په ګډون ۱۲ هیوادونو د غزې د روغتیايي سکتور نه د ملاتړ په خاطر د غزې سره د ۲۷ امبولانسونو مرسته وکړه.

د میلونه او مسکا په نامه مرستندویه ټولنه چې د عرب هیوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره هم همکاري  او د ۲۰۰۹ کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د غزې سره مرستو ته دوام ورکوي د ۱۲ هیوادونو نه د ترلاسه کړو مرستو سره ۲۷ امبولانسونه غزې ته واستول.

ویل کیږي نوموړي امبولانسونه د رفاح سرحدي دروازې له لارې غزې ته داخل شول.

د یادې شوې مرستندویه ټولنې د رسنیو مسئول عبدالله الحجار وویل چې په هغه هیوادونو کې چې ددې امبولانسونو په برخه کې مرسته کړې ده ترکیه، امریکا، نوی زیلاند، اندونیزیا ، کاناډا او جزایر هم شتون لري.

هغه وویل چې اردن هم د غزې سره لس امبولانسونو مرسته کړې ده چې په راتوونکو ورځو کې به هغه هم غزې ته واستول شي. دا امبولانسونه به لږ تر لږه د غزې د روغتیايي سکتور بار لږ سپک کړي. د بحران پر مهال غزې خلکو ته به لا ښه روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د ویلو ده چې اسرائیل پوځ د روان میلادي کال د مې د میاشتې په لسمه نیټه پر غزې بریدونه او عملیات پیل کړل. وروسته دا نښتې د حماس او اسرائیل ترمنځه د اوربند سره پایته ورسیدې. همداشان پدې بریدونو او عملیاتو کې ۲۴ روغتیايي مرکزونو ډیر سخت زیان لیدلی دی.


پيوندونه: #مرسته , #امبولانس , #غزه

اړوند خبرونه