د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد پر ځواکونو قوي چاودنه شوې
د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد ځواکونو اړوند په یو پوځي بس خونړۍ چاودنه وشوه.
د سوریی د رژیم اړوند د خبري اژانس د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه دمشق کې په یو پوځي بس موټر چاودنه وشوه چې له امله يي لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
چاودنه د پوځي بس د تیریدو پر مهال شوې ده .
په پيښه کې وژل شوي ټول د اسد ځواکونو اړوند پوځیان دي. د رویټرز خبري اژانس بیا پدې پيښه کې د ۱۴ تنو د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د اسد رژیم د ادلب ولایت په سویل کې په یو بازار د برید سره قتل عام رامنځته کړ.
د ادلب نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د اسد ځواکونو او د هغوې ملاتړو ایران پلوو بهرنیو ترهګرو د ادلب په سویل کې په یو بازار د توپخانې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د انادولو خبري اژانس د ادلب ولایت د روغتونونو د مسئولینو له قوله ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۵ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
کیدای شي چې د مړو او ټپیانو رقم تر دې ډیر زیات لوړ وي.
دا برید پداسې حال کې ترسره کیږي چې د ملګروملتونو د جینیوا په دفتر کې د سوریې د اساسي قانون د کمیټې د غونډو شپږمه دوره غونډې پیل شوي دي.
سره ددې چې روسیې او ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې د ادلب د اوربند په اړه د استانه تړون هم لاسلیک کړی دی خو بیا هم د اسد رژیم د روسیې او ایران پر ملاتړ پر سیمې وخت نا وخته بریدونه کوي.