په لبنان کې د تیرې ورځې د پیښو په اړه لږ تر لږه ۹ تنه ونیول شول.

لبنان ولسمشر : " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. "

1720133
په لبنان کې د تیرې ورځې د پیښو په اړه لږ تر لږه ۹ تنه ونیول شول.

 

د لبنان ولسمشر میشل اون  تیره ورځ په پلازمینه بیروت کې د رامنځته شوو پيښو په اړه وویل چې " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې  د خپلو شخصي ګټو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. "

د لبنان ولسمشر په پلازمینه بیروت کې د تیرې ورځې د وسله والو نښتو او رامنځته شوو پيښو په اړه د ملي‌ تلویزیون له لارې هیوادوالو ته وینا وکړه.

هغه وویل چې د هیواد پوځ او امنیتي‌ ځواکونو د  د امنیت د استقرار او  ټینګښت  په خاطر خپله دنده او مسئولیت  اجراء کړی دی. تیره ورځ په بیروت کې امنیتي‌ ځواکونو د قضايي قوې د حکم د پر ځای کولو په خاطر مداخله کړې ده .

هغه وویل چې " هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د خپلو شخصي ګټو او منافعو په خاطر هیواد اسیر ونیسي. په لبنان کې وسلې باید د خبرو او مذاکراتو ځای وننیسي.

په لبنان کې د حقوقو لوړوالی او ټولې ستونزې باید د دولتي‌ ادارتو لخوا  حل شي. ددې پيښو د اصلي‌ مسئولینو د موندولو پورې به تحقیقات دوام وکړي‌ . ددې پیښو اصلي‌ مسئولین به د خپلو اعمالو په جزا ورسو.

د بله پلوه د لبنان وسله والو ځواکونو په بیروت کې د تیرې ورځې د پيښو په تړاو د ۹ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی."

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ‌ په بیروت کې د حزب الله ډلې او امل غورځنګ د بیروت په بندر کې د سترې چاودنې د څیړولو پر خلاف پراخه مظاهرې پيل کړې وې چې امنیتي‌ ځواکونو سره يي وسله واله نښته وکړه. پدې نښته کې ۷ تنه مړه او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه