په عراق کې  د پارلماني‌  ټاکنو غیرې رسمي‌ ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د عراق په پارلماني‌ ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې د مقتدا الصدر په مشرۍ د الصدر ډلې ترلاسه کړي‌ دي

1718209
په عراق کې  د پارلماني‌  ټاکنو غیرې رسمي‌ ابتدايي پایلې اعلان شوې.

په عراق کې  د پارلماني‌  ټاکنو غیرې رسمي‌ ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د اعلان شوو غیرې رسمي‌ ابتدايي پایلو له مخې په ټاکنو کې تر ټولو زیاتو رایې د مقتدا الصدر په مشرۍ د الصدر ډلې ترلاسه کړ‌ي دي.

د الصدر ډلې د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو نه ۷۳ څوکۍ ترلاسه کړي‌ دي. همداشان پدې ټاکنو کې د عراق د پارلمان د پخواني‌ رئیس محمد هلبوسي په مشرۍ د تقدم  سني‌ ګوند  ۳۸ څوکیو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای نیولی دی.

پدې ټاکنو کې  د پخواني‌ لومړي‌ وزیر نوري‌ المالکي‌ په مشرۍ د قانوني‌ دولت ائتلاف د ۳۷ څوکیو په ترلاسه کولو سره په دریم مقام کې ځای نیولی دی.

د ویلو ده چې د عراق پدې پارلماني‌ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر ټولو کمه وه.

په ټاکنو کې د ګډون کچه ۴۱ سلنه ښودل شوې ده.

په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا د عراق د اشغال نه وروسته دا پنځم ځل دی چې پدې هیواد کې پارلماني‌ ټاکنې کیږي.



اړوند خبرونه