په بغداد کې د حشدالشعبي پر ملیشو خونړی برید شوی
داعش ترهګري ډلې د عراق په پلازمینه بغداد کې په حشدالشعبي ملیشو خونړی برید وکړ.
1694904

داعش ترهګري ډلې د عراق په پلازمینه بغداد کې په حشدالشعبي ملیشو خونړی برید وکړ.
د عراق ځايي رسنیو ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د بغداد په شمال کې د الطآرمیه په سیمه کې د حشد الشعبي د دولسم غنډ پر ځواکونو خونړی برید کړی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو شیعه ملیشو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې برید کې د حشدالشعبي د ۱۲ م غنډ مرستیال هم وژل شوی دی.
د عراق حکومت او حشدالشعبي ملیشه ډلې د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي.
د بله پلوه ایراني رسنیو هم ویلي دي چې دا برید د حشد الشعبي او نجبا تحریک پر ځواکونو شوی دی.