په عراق کې د حشدالعشبي یو مهم قومندان ووژل شو

په عراق کې د حشد الشعبي‌  ملیشو یو تن ډیر مهم قومندان ابو صادق الخشخشي‌ د نامعلومو کسانو په برید کې ووژل شو.

1684063
په عراق کې د حشدالعشبي یو مهم قومندان ووژل شو

عراقي‌ رسنیو ویلي‌ دي‌ چې ابو صادق الخشخشي‌ نن  د سهار په ساعتونو کې د بابل په ښار کې د نامعلولو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د حشد الشعبي د ملیشه ځواکونو قومندان الخشخشي هله ووژل شوو چې د کور نه د کار د دفتر پر لورې  روان وو. نامعلومو وسله والو د هغه پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې موټر د لارې نه خارج شو . پدې پيښه کې الخشخشي‌ او یو تن د هغه ساتونکي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بابل د ښار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې نامعلومو وسله والو کسانو د الخشخشي پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې موټر د لارې نه ووت. په پيښه کې د الخشخشي‌ سربیره د هغه یو تن ساتونکي‌ هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د حشد الشعبي‌ ډلې تر اوسه پورې د الخشخشي‌ د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه په صلاح الدین او بابل ښآرونو کې د داعش ترهګرې ډلې  بریدونو ته زور ورته کړی دی.

یوې امنیتي‌ سرچینې خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې نن د دوشنبه د صلاح الدین په ښار کې برید کړی چې په نتیجه کې دوه تنه ملکي‌ وکړي‌ مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان دوه ورځې مخکې هم په صلاح الدین ښار کې داعش ترهګرې ډلې د فاتحې په مراسمو برید کړی وو چې په نتیحه کې ۱۴ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه