په بغداد کې پوځي چورلکې سقوط کړی
د عراق په پلازمینه بغداد کې پوځي چورلکې سقوط کړی دی.
1682119

د عراقي رسنیو د خبر له مخې یوې پوځي چورلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو پر مهال په پلازمینه بغداد کې سقوط کړی دی.
پدې پيښه کې پنځو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی. دا چورلکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
عراقي مقاماتو ویلي دي چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې دا چورلکه د ترهګرو لخوا ویشتل شوې او که د تخنیکي ستونزې له امله لویدلې ده .
د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.