په بغداد کې د امریکا پر سفارت ۲ راکټي بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت دوه راکټي بریدونه شوي دي.
1682024
د عراق د رسنیو د خبر له مخې په بغداد کې د امریکا پر سفارت دوه راکټي بریدونه شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړو بریدونو په نتیجه کې د مالي زیانونو نه خبر ورکړی دی خو د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د عراق حکومت د نوموړو بریدونو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې په عراق کې پدې وروستیو کې وخت نا وخته د بغداد په زرغون سیمې چې د عراق تر ټولو خوندي سیمه ده او د امریکا په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو سفارت خانې پکې شتون لري بریدونه کیږي. بریدونه د امریکا پر سفارت کیږي.
امریکا ددې بریدونو پړه په ایران پلوه شیعه ملیشو اچوي.