د سوریې د عفرین په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل ستر بشري جنایت په ډاګه شو
د سوریې د عفرین په سیمه کې یو ډله ایز قبر وموندل شو.
د سوریې د عفرین په سیمه کې یو ډله ایز قبر وموندل شو. پدې ډله ایز قبر کې تر اوسه پورې د ۶۱ تنو مړي موندل شوي دي.
د ترکیې د هتای ولایت والي. رحمي دوغان وویل چې تیره ورځ سوریې د عفرین په سیمه کې د یو ډله ایز قبر د موندل کیدو په اړه خبر ترلاسه شو. وروسته د سیمې پولیس د څارنوال په ملګرتیا سیمې ته لاړ او قبر يي خلاص کړ.
هغه وویل چې دا په اصل کې یو ستر انساني جنایت دی.
هغه زیاته کړه دا چې د پي کاکا ترهګري سازمان څانګو واي پي جي او پي وای ډي په سیمه کې څه ډول جنایتونه ترسره کړي وخت نا وخته رابرسیره کیږي.
هغه وویل تیره ورځ د قبر د څپړدل کیدو نه وروسته د ۳۵ تنو مړي موندل شوي وو خو دا رقم نن تر سهاره پورې ۶۱ مړو ته لوړ شو. د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۶۱ جسدونه موندل شوي دي.
هغه وویل د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د ترکیې د وسله والو پوځ لخوا د عفرین د پوځي عملیاتو نه لنډه موده مخکې د پي کاکا ترهګري سازمان څانګو پدې سیمه کې یو زیات شمیر کسان په ډیره بې رحمانه توګه په قتل رسوي وو. د سیمې خلکو ویلي وو چې د وژل شوو کسانو دقیقه شمیره ورته معلومه نده خو ترهګري سازمان یو زیات شمیر کسان په قتل ورسول. ددې ترهګرو د بشري جنایتونو نښې او نښانې یوه یوه برسره کیږي. مونږ غواړو چې ددوې دا بشري جنایتونه د ټولې نړۍ غوږونو ته ورسو.