په عراق کې په یو روغتون کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

په عراق کې د کرونا ویروس په ځانګړي‌ روغتون کې اور لګیدنې په لسګونو تنه وژلي‌ دي

1674451
په عراق کې په یو روغتون کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

په عراق کې د کرونا ویروس  د ناروغانو لخوا په جلا شوي‌ یو روغتون کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.

د عراق د روغتیا وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د هیواد په سویل کې زیکار په ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي‌ د امام حسین په روغتون کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې اورلګیدنه تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې  د اکسیجن د بالون د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د زیکار ښار د ملکي‌ خوندیتوب ادارې ویلي دي‌ چې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې  راغلې ده.

پدې اورلګیدنه کې تر اوسه پورې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

کیدای شي‌ چې د مړو شمیره لوړه شي.

د ویلو ده چې په عراق کې د روان کال د اپریل په میاشت کې هم په یو روغتون کې  اورلګیدنې رامنځته شوې وه چې له امله ۸۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه