اسرائیل ولسمشر : د فلسطین سره د سولې د مذاکراتو له سره د پيلولو نیت لرو
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ وویل چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته مې د دواړو خواوو ترمنځه د سولې د مذاکراتو له سره د پیلولو په اړه خپل نیت بیان کړ.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسرائیل نوي ولسمشر اسحاق هرزوګ ته چې د جولای د میاشتې په ۷ مه نيټه د لوړې په کولو سره خپله دنده پيل کړې وه د ټيلیفون له لارې مبارکي وویله.
د اسرائیل ولسمشر هرزوګ د فلسطین د ولسمشر عباس سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې پیغام خپور کړ.
" نن ماښام مې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره خبرې وکړې او اسرائیل د تیرو ولسمشرانو په څیر ما هم د دواړو خواوو ترمنځه له سره د سولې د مذاکراتو د پيلولو په اړه خپل پلان هغه ته بیان کړ او هغه ته مې معلومات ورکړل."
هرزوګ ویلي دي ددې په هیله چې دا د سولې مذاکرات د دواړو خواوو ترمنځه د اړیکو په ودې او د دواړو ملتونو ترمنځه د سولې د ټینګښت د مسئلې سره مرسته وکړي.
د بله پلوه د فلسطین خبري اژانس ویلي دي چې ولسمشر عباس د اسرائیل د ولسمشر هرزوګ سره په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په غزه، لویديځه تراړه او بیت المقدس کې د تل پاتې سولې ټینګښت لازمي خبره ده.
د تل پاتې او هر اړخیز حل په خاطر د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره باید هر څه ژر کوټلي ګامونه اوچت شي.
د بله پلوه د اسرائیل ۱۲ تلویزیوني کانال محمود عباس د فلسطین او اسرائیل ترمنځه د سولې مذاکراتو له سره د پیلولو په خاطر د شرطونو لست جوړ کړی دی ادعاء کړې وه.