د عراق مهم شیعه مشر امریکا وګواښله
په عراق کې د حشد شعبي د ډلې څانګې د عصائب اهل الحق د غورځنګ مشر قیس غزالي امریکا پر غچ اخیستو وګواښله
په عراق کې د حشد شعبي د ډلې څانګې د عصائب اهل الحق د غورځنګ مشر قیس غزالي امریکا پر غچ اخیستو وګواښله . هغه ویلي دي چې د امریکا لخوا ددوې پر هډو د بریدونو په انتقام کې به امریکايي سرتیري ووژني.
غزالي په خپلې یوې تلویزیوني مرکه کې د امریکا لخوا عراق او سوریې په پوله کې د حشد شعبي د ملیشو پر هډو د بریدونو نه یادونه وکړه.
هغه وویل چې امریکا د عراق د خلکو د وینې د نه تویولو مسئلې ته هیڅوخت درناوی ندی کړی . امریکا د عراق د وګړو د وینې د تویولو سره جګړه بلې مرحلې ته داخله کړه.
هغه وویل چې د امریکا نه به د خپلو ځواکونو د تویې شوې هر څاڅکې وینې انتقام واخلو. د هر څاڅکې وینې په بدل کې به د امریکايي سرتیرو وینه تویه کړو.
خبل انتقام به پدې ډول واخلو. هغه وویل چې په حشد الشعبي د بریدونو د دوام په صورت کې به مونږ خامخا ډیر کلک ځواب ورکړو.
ددې لپاره مو لازم تدابیر او پلانونه جوړ کړي دي.
د یادولو وړ ده امریکايي ځواکونو د جون په ۲۷ مه نیټه د تیرې یکشنبې په ورځ د عراق او سوریې په پوله کې د حشد شعبي د ملیشو پر هډو هوايي بریدونه وکړل. حشد شعبي پدې بریدونو کې د خپلو څلورو تنو ملیشو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو.
پدې برید کې د وژل شوو جنګیالیو لپاره تیره ورځ په بغداد کې سمبولیک ډول د جنازې مراسم جوړ شول. پدې مراسمو کې یو زیات شمیر شیعه مشرانو ګډون کړی وو.