حوثي یاغیانو د یمن د مارب په ښار خونړي بریدونه کړي
حوثي یاغیانو په مارب ښار د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه کړي
1656018
په یمن کې د حوثي یاغیانو لخوا په مارب ښار د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
حوثي یاغیانو چې د ایران قوي ملاتړ تر شا لري په مارب ښار بریدونه وکړل.
د مارب ښار د ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې دا بریدونه د دوو بالستیک توغندیو او ۲ ډرون الوتکو په واسطه شوي دي.
د د توغندیو نه یو د لمانځه پر مهال په یو جومات لګیدلی دی.
په برید کې لږ تر لږه ۸ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د جون په پنځمه نیټه هم پر مارب ښار بریدونه کړي وو.
پدې بریدونو کې ۲ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي وو.