د اسد رژیم د کډوالو پر کمپ توپخانې او غوغندیو بریدونه کړي

په سوریه کې د بشار اسد رژیم  په ادلب کې د امن سیمې سره په پوله کې د ابرار په نامه پر کمپ د توپخانې بریدونه وکړل.

1654720
د اسد رژیم د کډوالو پر کمپ توپخانې او غوغندیو بریدونه کړي

 

د اسد رژیم ځواکونو د سهار په وختي‌ ساعتونو کې د ابرار د کډوالو په کمپ‌ د توپخانې او مځکې نه مځکې ته د توغندیو بریدونه وکړل. د ویلو ده چې پدې کمپ کې د ادلب په ختیځ کې د تاوم د سیمې اوسیدونکي چې په زور سره د اسد ځواکونو لخوا د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي‌ دي. میشت دي.

ویل کیږي‌ د نوموړو بریدونو په نتیجه کې په یو ښوونځي‌ او جومات هم توغندي‌ لګیدلي‌ دي.

پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي‌ .

د ویلو ده چې ترکیې او روسیې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پنځمه نيټه په ادلب کې د اوربند په اړه د مسکو تړون لاسلیک کړ.

د اسد رژیم وخت نا وخته ددې اړون نه سرغړونې کوي‌ او په سیمه بریدونه کوي.

د بله پلوه اسرائیلي‌ ځواکونو هم په سوریه کې د اسد رژیم تر کنټرول لاندې په سیمو د توغندیو بریدونه کړي‌ دي.

د اسد رژیم اړوند خبري‌ اژانسونو ویلي دي چې ډیری توغندي‌ د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې له منځه وړل شوي‌ دي. پدې بریدونو کې هم د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه