پوتین : د فلسطین او اسرائیل د ستونزې د حل نه پرته په سیمه کې سوله ناممکنه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د اسرائیل او فلسطین د ستونزې د حل نه پرته په سیمه کې د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت ناممکنه دی.

1652119
پوتین : د فلسطین او اسرائیل د ستونزې د حل نه پرته په سیمه کې سوله ناممکنه ده

 

پوتین د سانت پیترسبورګ نړۍوال اقتصادي‌ فورم په چوکاټ کې د نړۍ د مهمو خبري‌ اژانسونو د مسئولینو سره د ویدیو کنفرانس له لارې غونډه وکړه.

پدې غونډه کې ولادیمیر پوتین د ترکېې د اناتولیا خبري‌ اژانس د مرستیال او د نشراتو عمومي‌ مشر یوسف اوزخان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه  د فلسطین او اسرائیل ترمنځه د ستونزې د حل سره  څه ډول مرسته کولای شي‌ وویل ، په موجودو ټولو مسئلو د حل په خاطر باید د ټولو خواوو په ګډون یو ګډ پلاټفورم جوړ شي. ځکه چې پدې مسئله کې هر اړخیزې همکارۍ ته جدي‌ اړتیا ده.

ځینې مسایل شتون لري چې نړۍواله ټولنه باید دې مسئلو ته ځانګړې پاملرنه او توجه وکړي. دم ګړۍ د اسرائیل او فلسطین د ستونزې د حل نه پرته په سیمه کې د هر ډول سولې او ثبات ټینګښت ناممکنه دی.

همداشان بله مهمه مسئله د فلسطین په منځ کې د خپل منځنیو ستونزې حل دی. دا هم یو ډیر مهم عنصر دی.

هغه وویل د اسرائیل لخوا د ناقانونه ښارګوټو جوړولو مسئله هم هم خنډ دی خو ددې نه نور مهم خنډونه هم شتون لري. دې ټولو په اړه باید جدي‌ کار وشي.

که چیرې دې ټولو ته دقت وکړو او اهمیت يي په نظر کې ونیسو نړۍواله ټولنه باید د فلسطین مسئله شاته ونه غورځوي. ځکه چې په سیمه کې د ټولو ستونزې حل ددې مسئلې پورې تړلې ده . ددې ستونزې د حل نه پرته د نورو ستونزې حل ناممکنه دی.

پوتین وویل چې د فلسطین د ستونزې د حل یواځنۍ لار په سیمه کې د دوو دولتونو حل لاره ده.

دلته باید د اوږدمهال او تل پاتې حل لارې په اړه فکر وکړو. لنډ مهاله حل لاره د ستونزې حل ندی..



اړوند خبرونه