د عراق پلازمینه بغداد یوې زورورې چاودنې ولړزوله.

په بغداد کې زوروره چاودنه شوې

1651429
د عراق پلازمینه بغداد یوې زورورې چاودنې ولړزوله.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه تیره شپه  د بغداد د کاظمین په سیمه کې د کاظمین زیارت ترڅنګ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده .

د بغداد امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰ ډیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي‌ چې لومړني‌ شواهد ښايي چې دا چاودنه د ګازو د کپسول د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوي‌ وي‌ خو د چاودنې لامل په دقیقه توګه معلوم ندی.

همداشان ځینو سرچینو بیا ویلي‌ دي‌ چې د ترهګریز د احتمال په اړه هم تحقیقات دوام لري.

د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.


پيوندونه: #چاودنه , #بغداد , #عراق

اړوند خبرونه