په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو دوه جلا جلا بریدونه شوي
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو دوه جلا جلا خونړي بریدونه شوي
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر دوو جلا جلا بریدونو کې ۱۲ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې په بلوجستان ایالت کې په تربت او کوټه ښارونو کې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۴ تنه سرتیري مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویاند ویلي دي چې پدې بریدونو او نښته کې ۵ تنه ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.
ویاند ویلي دي چې ترهګرو لومړی د پیراسماعیل د زیارت په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نتیجه کې نښته پیل شوه.
پدې نښته کې ۴ تنه سرتیري مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویم برید د تربت په سیمه کې وشو. ترهګرو د تربت په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر بمي برید وکړ. پدې برید کې دوه تنه سرتیري ټپیان شول.
ویاند ویلي دي چې د حکومت مخالف عناصر د بهرنیو هیوادونو د استخباراتو په اشاره ددې ډول بریدونو سره د بلوچستان ایالت د خلکو خوښۍ او سولې ته زیان رسوي.