پر غزې د اسرائیلو لخوا د روانو بریدونو په ننیجه کې د شهیدانو شمیره ۲۲۸ تنو ته لوړه شوه.
د اسرائیل لخوا پر غزې بریدونه دوام لري
د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تراړې پّ سویل کې درفاه او خان یونس پر ښارونو درانده هوايي بریدونه وکړل.
د خان یونس ښار په لویدیځ کې د السطر په سیمه کې په هوايي برید کې یوې ښځې ژوند د لاسه ورکړ او ۶ تنه نور ټپیان شول.
همداشان اسرائیلي جنګي الوتکو د خان یونس په ښار کې د ګمرک د محافظت په سیمه هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې ګن شمیر کسان ټپیان شول.
همداشان د خان یونس د جاپان په کلي او د رفاه د الشبوره په سیمه کې په کورونو هوايي بریدونه وشو .
د اسرائیلو جنګي الوتکو د جبلیه د کډوالو د کمپ د شهدا پر میدان هم درانده هوايي بریدونه کړي دي.
پدې برید کې کورونو او بڼسټونو ته جدي زیان اوښتی دی.
اسرائیلي الوتکو د غزې په سویل کې په کرنیزو مځکو هم درانده هوايي بریدونه کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرائیل لخوا د پر غزې د پيل شوو بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۲۲۸ تنه په شهادت رسیدلي او تر ۱۶۲۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.