فلسطین کې اسرائیل تر اشغال لاندې سیمه کې د کنیسې چت د نړېدو له امله په لسګونو تنه مرګ ژوبله اوښتې

په لویدیځه تراړه کې د  اسرائیل تر اشغال لاندې  په یوې کنیسې یا  ( سیناګوګ ) کې  د دیني‌ مراسمو پر مهال د چت د رالویدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1640370
فلسطین کې اسرائیل تر اشغال لاندې  سیمه کې د کنیسې چت د نړېدو له امله په لسګونو تنه مرګ ژوبله اوښتې

 

د فلسطین په لویدیځې تراړه کې د اسرائیل تر اشغال لاندې  د ګیوات زي یف  سیمه کې چیرته چې  یهودي‌ ښار ګوټو موقعیت لري په یو کنیسې یا سیناګوګ کې  د دیني‌ مراسمو پر مهال د چت د نړېدو له امله ۱۶۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د ویل کیږي‌ پدې پيښه کې ۲ تنه مړه او ۱۶۵ تنه ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه د لسو تنو ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی. د مړو شمیره کیدای شي‌ چې تغیر ومومي.

ځايي رسنیو ویلي‌ دي‌ چې پدې مراسمو کې تر ۶۵۰ تنو ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته  په لسګونو امبولانسونه د پيښې خای ته واستول شول. ټپیان د لویدیځې تراړې روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د ګیواټ زي یف  د شورا  رئیس خبري رسنیو ته ویلي دي‌ چې په کنیسه کې د ځای اړوند د تهدید په اړه مو پولیسو ته خبر ورکړ خو پولیسو خپل مسئولیت ندی ادا کړی.

هغه ویلي دي‌ چې د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه