د اسرائیلو لخوا پر غزې د هوايي بریدونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲۷ تنو ته لوړه شوه
تیره شپه د اسرائیل لخوا پر غزې د ترسره شوو هوايي بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲۷ تنو ته لوړه شوه.
1637795
د غزې د روغتیا وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د تیرې شپې راهیسې په غزې د روانو هوايي بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۲۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۱۰۳ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې اسرائیلو پوځ تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د عزې پر پر خلاف د پیل کړو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې پر غزې پرله پسې هوايي بریدونه وکړل.
ددې په مقابل کې غزې نه هم د اسرائیل پر سویلي برخو یو زیات شمیر راکټي بریدونه وشو.
پدې هوايي بریدونو کې ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د وژل شوو کسانو نه ۹ تنه ماشومان دي.
د بله پلوه د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسرائیل لخوا پر غزې د ترسره شوو بریدونو کې د شهید شوو فلسطینیانو په درناوي د اختر لمانځنې لغوه کړې او د هیواد بیرغونه يي د نیمه راځوړوندولو پریکړه وکړه.