په بغداد کې په یو روغتون کې د چاودنې له امله ستر قتل عام رامنځته شوی دی
په بغداد کې د کرونا د ناروغانو په روغتون کې چاودنې په لسګونو تنه وژلي دي
د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو روغتون کې د چاودنې له امله ستر قتل عام رامنځته شو.
د بغداد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه د بغداد د زغفرانیه په سیمه کې د ابن الخطیب په روغتون کې رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. ویل کیږي پدې روغتون کې په ځانګړې توګه د کرونا ناروغان تداوي کیدل.
پدې چاودنه او اور لګیدنه کې تر لږ تر لږه د ۴۰ تنو د وژل کیدو په لسګونو تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د چاودنې نه وروسته د اکسیجن بالونونو هم اور اخیستی او چاودلي دي.
د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ددې پیښې په اړه ژور خفګان څرګند کړی دی او د د پيښې د لامل تر معلومیدو پورې د روغتون د مسئولینو د نظارت لاندې د نیولو امر کړی دی.
سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.