د سوریې نه پر اسرائیل د هوا نه مځکې ته د توغندي برید شوی دی

سوریې د اسرائیل د نجف په سیمه د توغندي‌ برید کړی دی.

1625992
د سوریې نه پر اسرائیل د هوا نه مځکې ته د توغندي برید شوی دی

د سوریې د خاورې نه د اسرائیل پر سویل کې  د نجف پځه سیمه کې د هوا نه مخکې ته د توغندي‌ سره برید شوی دی.

د اسرائیل پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د سوریې د خاورې نه پر اسرائیل د هوا نه مځکې ته د توغندي‌ برید شوی دی. اسرائیلي‌ ځواکونو ددې برید په ځواب کې په سوریه کې درانده بریدونه کړي‌ دي.

ددې بریدونو په چوکاټ کې د توغندي‌ هغه دستګاه چې ترینه پر اسرائیل برید شوی وو او یو زیات شمیر نورې د توغندیو دستګاوې له منځه وړل شوي‌ دي.

په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي‌ ویل شوي‌ دي.

د بله پلوه د اسرائیل د جروزلم پوست  ورځپاڼې د اسرائیل د پوځ له قوله لیکلي‌ دي‌ چې دا توغندی ددې هیواد په سویل کې د دیمونا د هسته يي مرکز  ترڅنګ لګلیدلی دی. د توغندي‌ د لګیدو نه سمدلاسه وروسته په سیمه کې د خطر د زنګونو په غږولو پيل وکړ.

د سیمې خلکو هم د یوې ډیرې درندې چاودنې نه خبر ورکړی دی.

د سوریې دولتي‌ خبري‌ اژانس سانا بیا ویلي‌ دي‌ چې د سوریې دافع هوا  ځواکونو د اسرائیل لخوا راتوغول شوي‌ توغندي‌ په هوا کې شنډ کړي‌ دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو په پلازمینه دمشق هم پراخه بریدونه کیږي. د سانا خبري‌ اژانس بیا د دمشق په نورو سیمو کې په بریدونو کې ۴ تنه سرتیري ټپیان شوي‌ دي.


پيوندونه: #اسرائیل , #سوریه

اړوند خبرونه