په مصر کې د یوې ټرافیکي پیښې له امله قتل عام رامنځته شو.
په مصر کې ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په مصر کې د یو مساپر وړونکي بس موټر د چپه کیدو او اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مصر د آسیوت د ولایت والي عصام سعد خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه د پلازمینې قاهرې سویل لوري ته په ۳۲۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
هغه وویل چې پيښه هله رامنځته شوې ده چې د بس چلوونکي غوښتل چې د یوې لارۍ نه تیر شي چې کنټرول يي د لاسه ورکړ او چپه شو.
هغه ویلي دي چې دې بس د پلازمینې قاهرې نه حرکت کړی وو.
پدې پيښه کې دواړو موټرانو اور اخیستی دی. د مصر د آسیوت د ولایت والي ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې د ۲۰ تنو د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ویلو ده چې په مصر کې هر کال په زرګونو تنه مساپر د لارو د خرابوالي ، د موټر چلوونکو لخوا د ټرافیکي قوانینو نه مراعات کولو، ډیر زیات سرعت کمزوري ټرانسپورتي سیستم له امله ژوند د لاسه ورکوي.
مصر د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې پدې هیواد کې یواځې په ۲۰۱۹ کال کې څه باندې لس زره ټرافیکي پيښې رامنځته شوي دي چې له امله ۳۴۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .