حماس د بحرین لخوا اسرائیل ته د سفیر ټاکلو پریکړه په کلکه توګه وغندله
د حماس ډلې د بحرین لخوا د اسرائیل لپاره د سفیر د ټاکلو پریکړه په ډیره کلکه توګه وغندله.
په غزه کې د اسلامي مقامت غورځنګ حماس ډلې د بحرین او اسرائیل ترمنځه د ډیپلوماتیک اړیکو د جوړولو او بحرین لخوا په تل ابیب کې د سفیر د ټاکلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د حماس د ډلې ویاند ناظم قاسم د بحرین د پاچا شاه حمد بن عیسی الخلیفه لخوا په تل ابیب کې د سفیر د ټاکلو په اړه د فرمان د لاسلیکولو او اعلانولو نه وروسته څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې د بحرین لخوا اشغالګرو ځواکونو د اړیکو د نورمالولو په خاطر د تړون لاسلیکول په اصل کې په خطا باندې ټینګار کول دي.
هغه د بحرین لخوا د اسرائیل لپاره د سفیر ټاکلو په پریکړه سخته نیوکه وکړه او دا پریکړه يي وغندله. هغه وویل چې دا کار د سیمې لپاره نه بلکې یواځې د اسرائیل منافعو ته خدمت کول دي.
د بحرین رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د نوموړي هیواد پاچا شاه حمد بن عیسی الخلیفه د یو فرمان په لاسلیکولو سره د اسرائیل لپاره سفیر وټاکه.
د ویلو ده چې اسرائیل هم د تیرې جنوري په میاشت کې په بحرین کې خپل موقت سفیر ټاکلی وو.