په مصر کې یوه لس پوړیزه ودانۍ چپه شوې ده
په مصر کې د یوې لس پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
1609866
د مصر په پلازمینه قاهره کې د یوې لس پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د مصر د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې دا پيښه د پلازمینې قاهرې په ختیځ کې د سویش د پل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ددې ودانۍ د چپه کیدو لامل معلوم ندی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دا چې د ودانۍ د چپه کیدو پر مهال پدې ودانۍ کې څومره کسانو شتون درلود پدې اړه لا څه ندي ویل شوي. همداشان د ژغورنې چارې هم دوام لري.
د قاهرې والي تورنجنرال خالد ویلي دي چې د چپه شوې ودانۍ شاوخوا ودانیو کې هم څیړنې پيل شوي دی. په سیمه کې د ژغورنې چارې دوام لري.
اړوند خبرونه

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی دی.