د سوریې په شمال کې چاودنه شوې
د سوریې په شمال کې د راس العین په سیمه کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې
1605851

د سوریې په شمال کې د راس العین په سیمه کې خونړۍ چاودنه شوې ده.
د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار ولسوالۍ پورې غاړې ته د سوریې د راس العین په ښار کې درنده چاودنه شوې ده .
په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۹ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د راس العین دولتي روغتون چارواکیو ویلي دي چې پدې پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې دوه تنه يي ماشومان دي.
همداشان ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ویلو ده چې دا سیمې په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې لخوا د پ ک ک ترهګري سازمان نه تصفیه شوې .
اړوند خبرونه

په قاهره کې په روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې
د مصر په پلازمینه قاهره کې په یو روغتون کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.